خبرونهاقتصادټولنهTOP

د شان ډونګ شینزو شرکتونو ګروپ چمتو دی په افغانستان کې هر کال ۵۰۰ زره ټنه تېل استخراج او پروسس کړي

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د چین د «شان ډونګ شینزو شرکتونو ګروپ» له استازي رابرټ منګ سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ښاغلي منګ، په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او همدا رنګه یې په کابل کې د شاوخوا ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د سمنټو فابریکې، شیشې جوړولو او د سړکونو په سکتور کې د ساختماني شرکتونو په برخه کې د پانګونې او هر کال د۵۰۰ زره ټنو تېلو د استخراج او پروسس په برخه کې د یاد ګروپ د چمتووالي خبر ورکړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي او د یاد ګروپ د پانګونې هرکلى یې کړی دی.

هغه ډاډ ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې د هر ډول پانګونې زمينه برابره شوې ده او بېلابېل شرکتونه کولاى شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته