ټولنه

په پنجشير کې ٢٤ انتخاباتي شکايتونه ثبت شوي دي .

کابل /دتلې ٧مه /باختر:
په پنجشير کې  ٢٤ مورده انتخاباتي شکايتونه ثبت شوي دي .
دپنجشير دا نتخاباتي شکايتونو داوريدو دکمېسيون ددارالانشا مسوول احمد شکيب سمندري نن باختراژانس ته وويل چې په دغو ثبت  شويو مواردو کې دراى ورکولو په فهرست کې دراى ورکوونکو دنومونو نشتوالى شامل دى .
  هغه زياته کړه چې ثبت شوي شکايتونه دپنجشير له څلورو ولسواليو اومرکز بازارک څخه دي چې کتوونکو او خلکو په دغه کمېسيون کې ثبت کړي دي .
سمندري وويل چې ددغه ولايت له دريو نورو ولسواليو څخه  دراى ورکولو دصندوقونو درسېدو په صورت کې ښايي دشکايتونو شمېر لوړ شي .
هغه زياته کړه چې دټولو شکايتونو له اوريدو وروسته به دشکايتونو داوريدو کمېسيون له قانون سره سم هغو ته رسيدګي وکړي .
ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته