۱۰۰ ورځې

دوروستيو پايلو داعلام معکوسه شمير نه پيل شوه .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند نن په يوه  خبري غونډه کې وويل، دغه کميسيون هڅه کوي  چې دراي پاڼو  دپلټنې او څيړنې بهير ګړندى کړي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند نور محمد نور په دغې خبري غونډه کې  وويل، دراى پاڼو  دپلټنې  او څيړنې له بهير څخه يواځې شپږ زره صندوقونه  پاتې دي او موږ زياته هڅه کوو چې  دزياتو پلټونکو  واردولو سره  دڅيړنې او پلټنې بهير  ګړندى کړو .
ده زياته کړه: ټاکل شوې ده سبا په يوه علني غونډه کې څيړل شوې فهرستونه  خپاره کړو چې په هغو کې دا څرګنده شوې وي  چې څومره راى پاڼې باطلې  شوي او څومره نورې يې دباور وړ دي .
داپه داسې حال کې ده چې داصلاحاتو او همغږي دانتخاباتو تخنيکي ټيم دراى پاڼو دباطليدو  په بهير نيوکه کړى او ويلي يې دي  چې که دراى پاڼو دباطليدو  په بهير کې  ددغه ټيم غوښتنې تطبيق نه شي سرله سبا  به دغه بهير پاى ته ورسوي او په هغې کې  به ګډون ونه کړي .
خو دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  مسوولينو داصلاحاتو او همغږي له انتخاباتي ټيم څخه غوښتي دي چې خپل هر ډول شکايت او پيشنهاد دغه کميسيون او دملګروملتو سازمان ته وړاندې کړي او دغه بهير ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته