دمشق بي بي سي باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
د سوريې د بشر د حقوقو کتوونکې ډلې خبر ورکړى دى چې د سوريې د دولت مخالفو ډلو په سختو نښتوکې يو مهم ستراتيژيک کلى د دولتي ځواکونوله کنترول څخه ايستلى دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه جګړې د حلب ښار په جنوب کې ونښتې او له امله يې کابو ٧٠ تنه ووژل شول.
د سوريې د بشر د حقوقو دکتوونکې ډلې د څرګندونوله مخې: د نصرت په جبهې پورې اړوند د القاعده جګړه مارانو پرون د خان تومان په کلي په ميشتو دولتي ځواکونو بريد پيل کړ.
دغه کلى د دمشق _ حلب ښار ته څېرمه د موقعيت په دليل مهم ارزښت لري .
دغه جګړې په داسې حال کې په حلب ښارکې شوې دي چې ټاکل شوې ده په دې سيمه کې د اوربند مقررات نافذ شي .
0 1 دقیقه لوستل