نړۍ

شمالي کوريا جنوبي کوريا ته د پخلاينې ليک واستاوه

کيونک يانګ باختر د سلواغي څلورمه :
شمالي کوريا خپل جنوبي سيال (جنوبي کوريا) ته د سرخلاصې ليک په ترڅ کې د پخلاينې وړانديز کړى دى او له دغه هيواد څخه يې له هر راز تاوتريخوالي ډک پوځي حرکت څخه د ډډې کولوغوښتنه کړې ده .
دغه ليک د امريکا او د جنوبي کوريا د ګډو پوځي تمريناتو په درشل کې ليږل شوى دى چې ټاکل شوې ده په راتلوونکې مياشت کې د دواړو هيوادونو ترمنځ اوبو کې ترسره شي.
په دې ليک کې چې د شمالي کوريا د دولتي رسنيو له لارې خپور شوى دى؛ ددغه هيواد د دفاع ملي کميټې جنوبي کوريا ته په خطاب کې  ليکلي دي: هغه څه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت د لارې د اوارولو لپاره لازم دي؛ د هر راز تاوتريخوالى ډکو پوځي فعاليتونو د بندولو لپاره د جنوبي کوريا د مقاماتوهغه مهم تصميم دى چې اصلي جرړې يې د دواړو لورو بې اعتمادي او د جګړې د زمينې برابرول دى.
خبريالان وايي چې دغه شان ليکونه په تيروکلونوکې د جنوبي کوريا او د امريکا دګډوکلنيوپوځي تمرينونوله پيل کيدو مخکې سارى لري؛ هغه تمرينونه چې شمالي کوريا يې لمسوونکي بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته