سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د لویدیځ بل دام؛ عرب باید خپلې خاوره کې د جګړې مخنیوی وکړي

تبصره

کلونه کیږي، چې اسلامي هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان او عربي نړۍ د اسلام د دښمنانو د جګړو مرکز ګرځېدلی او دغو سیمو کې خپلې رنګارنګ وسلې ازمایي، چې قربانیان یې مسلمانان دي.

لویدیځ والو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا منلې، چې که جګړې له خپلو سیمو څخه بهر پیل نه کړي، نو تاوان کوي او زیان یې ولسونه ګوري.

دوی د همدغې فورمولې په اساس جګړې په نورو سیمو کې پر مخ بیایي او خپلې وسلې په کې استعمالوي او خپلو هېوادونو کې پوهنتونونه جوړي او خلکو ته د هوسا او ارامه ژوند زمینه برابروي.

تازه لیدل کیږي، چې امریکا او نورو ملګري هېوادونه یې لګیا دي او په منځني ختیځ کې د نوې جګړې د پیل هڅې کوي او دغه کار یې پیل کړی هم دی.

په داسې حال کې، چې اسلامي هېوادونه د طبېعي زېرمو د درلودلو له اړخه غوره موقعیت کې دي او په ډېرو مواردو کې لویدیځوال ورته اړتیا لري، نو پکار دی، چې عربي او نور ټول اسلامي هېوادونه د اسلام مبارک دین ټولو ارزښتونو او د دغه دین له نظره غیرې مسلمو سره د اړیکو د ساتلو قوانینو ته په کتو تګلاره خپله کړي او پرېنږدي، چې د اسلام مبارک دین دښمنان د اسلامي هېوادونو له خاورې څخه د خپلو موخو او د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره کار واخلي.

د اسلامي نړۍ هېوادونه باید پرېنږدي، چې د مسلمانانو په منځ کې تفرقه واچوي او د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره په بېلابېلو نومونو ډلې رامنځته کړي.

وخت یې دی، چې مسلمانان ټول په یو ټغر راټول شي او د دښمن ټولې دسیسې شنډې او اسلامي نړۍ کې یې د تطبیق مخه ونیسي، دغې چارې ته په کار ده، چې د ټولو اسلامي هېوادونو یو عمومي اجماع جوړه شي او په یو غږ سره د اسلام د دښمنانو په مقابل کې ودریږي، ملګرو ملتونو کې اغېزمن غږ پورته کړي او له ځانه دفاع وکړي.

بله لاره یې دا کېدای شي، چې اسلامي هېوادونه یو ځل بیا د امویانانو، عباسیانو او عثمانیانو په څېر په خپلو هېوادونو کې یو ځل بیا معتبر پوهنتونونه رامنځته کړي او د علم ترلاسه کولو او عصري ټکنالوژۍ ته د لاسرسي له لارې د اسلام د دښمنانو پر وړاندې ودریږي.

د مسلمانانو یووالی اړین دی، هغه یووالی چې الله ج په قرانکریم کې پرې تینګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته