امنیت

وسله والو طالبانو دکانونو وزارت درې تنه انجينران په بغلان کې وتښتول .

کابل – باختر دزمرى دمياشتې ٢٥

وسله والو طالبانو د کانونو وزارت درې تنه انجينران او د هغوي يو موټر چلوونکې پرون ناوخته د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وتښتول .

دغه انجينران د کانونو د سروې لپاره د باميانو ولايت دسيغان او کهمرد ولسوالۍ ته  روان  وو .

د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوال فيض محمد اميري د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې د وسله والو طالبانو له خوا د دغو انجينرانو تښتول کيدل  تاييد کړل او ويې ويل  :  چې دغو سيمه ييزو مقاماتو ته دخبرله ورکولو پرته غوښتل ددغې ولسوالۍ له  لارې د باميانو ولايت دسيغان او کهمرد ولسوالۍ ته لاړ شي او د رارسيدلو خبرونو له مخې ،  وسله والو طالبانو ددغو انجينرانو دخلاصون په بدل کې دپلچرخي له جيل څخه د خپلو دريو تنو قوماندانانو د آزادې غوښتنه وکړي ده.

دتاله او برفک ولسوال وايي ، دوي  هلې ځلې کوي چې دقومي مشرانو له  لارې د وسله وال طالبان د دغو انجينرانو خلاصون  ته اړ باسي  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته