سیاست

جمهور رئیس غني: د افغانستان حکومت اقتصادي ودې ته ژمن دی

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني، نن له غرمې مخکې د سام (SOM) د لوړپوړو استازوغونډې ته وینا وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د لندن کنفرانس د ژمنو په اړه معلومات ورکړل او د خودکفایي د طرحو د تطبیق په خاطر یې د افغانستان پلانونه تشریح کړل.
جمهور رئیس غني دغه غونډه  تېره شپه په رسمي ډول پرانيستله چې په وارسا کې د ناټو د راتلوونکي کال تر امنیتي او په بروکسل کې تر اقتصادي غونډې پورې له نړیوالې ټولنې سره موافقې ته د رسېدو په موخه جوړه شوه. 
جمهور رئیس غني وویل: د لندن کنفرانس د جوړېدو پرمهال زموږ حکومت نوی و، خو اوس په یوه بشپړه او کاري اداره بدل شوی دی.
ده زیاته کړه: په هغه کنفرانس کې موږ ژمنه کړې وه چې له اداري فساد سره مبارزه زموږ په کاري لومړیتوبونوکې ده او د دغې ژمنې د تحقق لپاره مو جدي اقدامات وکړل.
د هېواد جمهور رئیس وویل: په بېلابېلو برخو کې مو د اصلاحاتو بهیر پیل کړی دی، لکه د ملکي خدماتو د سیستم اصلاح، سي بي آر، په عدلي او قضایي سیستم او ګمرکونو کې اصلاحات او د کابل بانک د قضیې حل.
جمهور رئیس وویل: د خصوصي سکتور اصلاحات او پیاوړي کول مو یوه بله برنامه وه او په همدې موخه په پام کې دی چې په راتلوونکي کال کې  په افغانستان کې د نړیوالو او سیمه ییزو شرکتونو د پانګونې د هڅونې په موخه یو پراخ کمپاین پیل کړو.
جمهور رئیس محمداشرف غني وویل: موثره بودجه جوړونه زموږ د حکومت د اصلاحاتو دویمه برنامه ده، د اداري فساد پر ضد د مبارزې د بهیر چټکول او د پروژو د لګښتونو مدیریت هم په هغو اصلاحاتو کې شامل دي، چې د نړۍ له هېوادونو سره یې موږ ژمنه کړې.
جمهور رئیس غني وویل: زموږ بله ژمنه د ښځو او د بشر د حقونو د پیاوړتیا په هکله وه، چې د روان کال په لومړیوکې د افغانستان حکومت په دې اړه یوه نوې برنامه پیل کړه، ترڅو د ښځو حقونه پیاوړي او مصوونیت یې تضمین شي. همدارنګه د بشر د حقونو پیاوړتیا هم زموږ د ژمنو په سر کې ده.
جمهور رئیس محمداشرف غني د اقتصادي ستراتیژي عمده عناصرو ته په اشارې سره وویل چې په کرنه، کانونو، زېربنا او سیمه ییز اتصال د پانګونې له لارې د داخلي تولیداتو زیاتوالی د دې ستراتیژي عمده برخه ده.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: افغانستان داسې بازارونو ته اړتیا لري چې شرکتونه پکې د سالمې سیالۍ له لارې کاري زمینې رامنځته کړي.  د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ دغه ډول همکاري اقتصاد پیاوړی کوي. 
د هېواد جمهور رئیس د هغې طرحې په هکله خبرې وکړې چې د پلانولو کیفیت ښه او د راپور ورکولو سیستم چټک کړي، تر څو د مالیې وزارت د برنامو د تطبیق کیفیت دقیق وڅاري او د پروژو د کار کیفیت لوړ شي.
جمهور رئیس محمداشرف غني د سولې د پروسې په هکله وویل: د مساعدو شرایطو او په هېواد کې د سولې تامین ته د مقابل لوري د تیاري په صورت کې به دا بحث دوام وکړي، تر څو جنګ او د بې ګناه خلکو وژل پایته ورسېږي.
جمهور رئیس په پای کې ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت د اقتصادي ودې په خاطر ټینګه ژمنه لري او د افغانستان حکومت به د مالیاتو د قانون د ساده کولو لپاره اقدامات وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان دولت پر لوړ پوړو چارواکو سربېره، د نړۍ د ۳۰ هېوادوانو او ۴۰ نړیوالو سازمانونو استازو هم ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته