ټولنه

په بلخ کې سلګونو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل/ د غویي ٨ مه / باختر په بلخ کې پرون پر څه دپاسه یو زرو ٣٠٠ کورنیو خوراکي توکي او لګښتي مالونه ووېشل شول. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ د مهاجرینو چارو ریاست مسوولين وايي چې د پنا غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو سازمان د دغه ریاست په همکارۍ پر هرې بې ځایه شوې کورنۍ ١٠٠ کیلوګرامه اوړه، ٤.٧ غوړي، ٧ کیلوګرامه دالنخود، ٥٠٠ ګرامه مالګه، درې شړۍ، دوه ترپالونه، د ګازو یوه پنځه کیلويي ډبه، د پخلنځي وسايل، د اوبو ٢ بوشکې او ٦ صابون ووېشل. د یو بل خبر له مخې: په بلخ کې د مرستې رسونې کمېټې، په مزارشریف ښار کې پر ١٠٠٠ اړو کورنیو اوړه او غوړي ووېشل. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته