ټولنه

په جوزجان کې له شپږو وګړنيو پروژو څخه ګټه اخيستل

کابل باخترددچنګاښ دمياشتې ٨ :

په جوزجان ولايت کې نن  شپږوګړنې پروژي ګټي اخيستنې ته وسپارل شوي.

په دغو پروژوکې يوه ښوونځي ته دنوى ودانۍ جوړول ، دشبرغان دښوونکو دروزنې موسسې ته ديوې نوى ودانۍ جوړول ، په جوزجان پوهنتون کې ديو پارک  جوړول . په خواجه دوکو ولسوالۍ کې داساسي روغتيايي مرکز جوړول ، دافغان _ ترک د دوستي  دچنې په نامه دڅښاک داوبو ديوې زيرمې جوړول او ددغه ولايت دراډيو تلويزيون دودانۍ ترميمول اودستديو جوړول اوپه مدرنو نشراتي وسايلو دهغي سمبالول شامل دي .

دجوزجان والي محمدعلم ساعي باختراژانس ته وويل  چې دترکيې هيواد ددغو پروژو دبشپړولو لپاره يو مليون ډالره بيل کړي  و.

 ده ددغو پروژو دپرانستلو په وخت کې دترکيې له  جمهوريت څخه مننه او قدردانۍ وکړه اود جوزجان دبيا جوړولو لپاره يي ددغو مرستو دپراختيا غوښتنه وکړه.

په کابل کې دترکيې سفيربـساط ووز ترک هم ددغو پروژو دپرانستلو په مراسمو کې برخه لرله

 ده وويل چې په  نږدي راتلوونکي کې ددوي له خوا دجوزجان  تخنيکي انستيتوت ته ديوستردرسي کمپلکس د جوړولو کار پيليږي .

په کابل کې دترکيې سفير  دغه راز دشبرغان ښار دسړکونو دترميمولو  بياجوړولو اودپخولو دپروژي  چې ددغه هيواد په مرسته  دنهو مليونو ډالرو په لګښت  په نږدي راتلوونکي کې پيليږي خبرورکړ او ويي ويل  چې ترکيه به دپخوا په شان دافغانستان دبيا جوړولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته