امنیت

دختيځ زون دسرحدي پوليسو په يومقام ناوړه قصد ناکام شو.

کابل باختردکب دمياشتې ١٦ :

دختيځ زون دسرحدي  پوليسو درستيزوال  په يو ناوړه قصد کې ټپي شو.

دسمونوال حسين خيل دسپرلۍ موټر نن سهار کله چې دخپل کار دفتر ته روان و په  جلال اباد ښارکې  په واټ کې په ايښودل شوي ماين وخوت .درارسيدلوخبرونو له مخې دغه ماين له لري واټن څخه کنتروليده چې دخيتځ زون دسرحدي پوليسوددرستيزوال دسپرلۍ دموټردتيريدوپه وخت وچول شو.

په دې پيښه کې چې  دجلال اباد په ښارکې ددارالمعلمين ودانۍ ته څيرمه وشوه دسرحدي پوليسو ددغه مقام درې تنه ساتونکي هم ټپيان شول .

دختيځ زون دسرحدي پوليسو درستيزوال سمونوال حسين خيل  باخترا ژانس ته وويل چې ټپونه يې ژور نه دي .

دي وسله وال طالبان ددغي پيښې مسوول بولي .

په همدي حال کې دجلال اباد ښار په روغتون کې ډاکترانو دحسين خيل دساتونکو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته