کابل باختر دکب يوولسمه :
عيني شاهدانو دکابل ښار دشپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دچاودنې خبر ورکړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې ددغو شاهدانو دڅرګندونو له مخې چاودنه شپږمې امنيتي حوزې ته څيرمه شوې ده .
تراوسه پورې پوليسو په دې باب نظر نه دى څرګندکړى په همدې دليل دچاودنې ډول او دليل او دسر او مال داحتمالي زيانونو په باب خبر نه دې ترلاسه شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ