ټولنه

د کندز خلک: د کمال خان بند د هېواد یوه مهمه اقتصادي پروژه ده

– کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
د کندز خلک کمال خان بند په هېواد کې له مهمو اقتصادي بنسټونو څخه وباله او د دغه بند د جوړولو په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د پاملرنې قدرداني وکړه.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د کندز خلکو او کارپوهانو سره له دې چې دغه حياتي پروژه د خلکو په ګټه بولي او د هغه د جوړولو هرکلي کوي، وايي چې د کمال خان بند د افغانستان د ټولو خلکو وياړ دی.
د کندز د چاردرې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا يو رييس عبدالحميد عرب وويل: زما په ياد دی چې د کمال خان بند د جوړولو کار د سردارمحمد داوود خان د حکومت په وخت کې پيل شو، خو د کورنيو جګړو له امله د نورو برخو په ويجاړۍ سربېره، د دغه بند د جوړولو د کار د بندېدو سبب هم شو.
هغه په نيمروز کې د کمال خان بند پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې د کمال خان بند په شان د هېواد نورو بندونو ته هم پاملرنه وکړي چې له يوې خوا د هېواد د اوبو د ضايعه کېدو مخه ونيول شي او له بله پلوه په هېواد کې د بريښنا له پلوه په خپلو پښو درېږو.
په همدې حال کې د کندز شاعر، ليکوال او مدني فعال غلام حيدر حيدر وويل: ډېره خوشحاله يم چې له يوې خوا د سردارمحمد داوود خان د حکومت هېلې پوره کېږي او له بله پلوه هېواد د پرمختګ په لور روان دی.
هغه وويل: که څه هم زموږ ګاونډيان د دغې پروژې د تطبيق په خاطر ښه نيت نه لري او زياتې ستونزې جوړوي، خو بيا هم د افغانستان د دولت له پاملرنې څخه چې دغه ستره پروژه يې بشپړه کړه، مننه کوو.
په همدې حال کې د کندز د رسنيو اتحاديې مرستيال احمد محسن احمدي وويل: د کمال خان بند د هېواد په کچه يوه مهمه پروژه ده او زه د دغې پروژې د پرانیستلو له امله خوشحاله يم.
هغه زياته کړه: که چېرې په هېواد کې سوله او امنيت تامين شي، د دغه شان نورو پروژو جوړولو ته هم اړتيا ده، لکه د کندز د آبدان دښته چې زرګونه جريبه ځمکه لري، خو اوبه نه لري او که چېرې په کندز کې هم د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره يو ستر بند جوړ شي، دغه ځمکې به هم خړوبې شي.
د کندز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد محمد عمر کندزي د کمال خان بند د ارزښت په اړه وويل چې دغه پروژه په اقتصادي برخه کې هېواد ته يوه ستره لاسته راوړنه شمېرل کېږي.
هغه زياته کړه چې د کمال خان بند په جوړېدو سره، په دې سربېره چې دښتې خړوبېږي، برېښنا به توليد شي.
په همدې حال کې د کندز والي عبدالستار ميرزکوال پرون د ښحو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل: سره له دې چې په جګړه کې ښکيل يوو، په بېلابېلو برخو کې د زياتو پرمختګونو شاهدان هم يوو چې يو يې د کمال خان ستر بند جوړول دي.
د کندز د والي د څرګندونو له مخې؛ په کندز کې زياتې پروژې شته چې د حالاتو په ښه والي سره به د هغو کار پيل شي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته