ټولنه

په ننګرهارکې له پاکستان څخه دسلګونو راستنو شويو او اړوکورنيوسره مرسته

  جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړو او له پاکستان څخه له راستنو شويوکورنيو سره  مرسته وشوه.
په دې مرسته کې نغدې پيسې، خوراکي توکي او لګښتي مالونه شته چې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو د ادارې او د مرستندويو بنسټونو له خوا برابره شوې وه .
د ننګرهار ولايت د مهاجرنيو د راستنولو د چارو د ادارې يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې پړاوکې له پاکستان څخه له شپږه سوه راستنوشويو او اړو کورنيو سره دخوراکي توکو، لګښتي مالونو او دنغدو پيسو مرسته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته