ټولنه

د کارګر نړيواله ورځ په فيض آباد ښارکې ونمانځل شوه

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
دکارګرانو نړيواله ورځ  د بدخشان ولايت دکارګرانو د ملي اتحاديې له خوا  د دغه  ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالار کې ونمانځل شوه.
په بدخشان  کې دکارګرانو د ملي اتحاديې مسوول  سيدسيمع الله رحماني  د باخترآژانس  خبريال ته وويل ؛  چې په بدخشان کې  دکارګرانو د ژوندانه  حالت د ملي وحدت حکومت  له پيل څخه تراوسه پورې داندېښنې وړ دى او کارګران هره ورځ  په کار پسې ګرځي چې له بده مرغه کار نه پيداکوي .
رحماني زياته کړه؛ د هغو زياتو مرستو سره سره  چې په بدخشان کې د خيريه موسسو له خوا ترسره شوي دي، له دغو مرستو څخه  بيوزلي خلک استفاده نه شي کولاى  او دغه مرستې  د لوړ رتبه دولتي کارکوونکو په واک کې ورکول کېږي چې په ټيټه بيه يې بېرته په بازارکې پلوري.
هغه زياتوي چې؛موږ د بدخشان له سيمه يېز حکومت څخه غواړو  چې  د بې عدالتۍ  دغه ستونزه  حل کړي  .
دمدني ټولنې مسوول سيف الدين سايس وايي ؛ د خلکو په وړاندې   د دولت اصلي دنده  د امنيت تامينول او د کار رامنځته کول دي  چې له بده مرغه حکومت په دې لاره کې  ډير لږ کار کړى دى.
يوکارګر نيک محمد  چې هره ورځ په فيض اباد ښارکې په کار بوخت دى وايي  زه يوازې د خپلې اته کسيزې کورنۍ لپاره د نفقې پيداکوونکى يم چې  هره ورځ  له خپلې لاسي  کراچۍ سره د فيض اباد نوي ښار ته ځم.
هغه وايي  چې؛ کله کار پيدا کړم په ورځ کې له پنځوسو څخه ترسلوافغانيو پورې کارکوم چې زمادبچيانو  وچه ډوډۍ هم نه پرې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته