امنیت

دطالبانو يو قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شو.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٣
د کندز ولايت دچار درې ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال  له دوو تنو افرادو سره يې  دافغان امنيتي ځواکونو له خوا  ووژل شو.
دکندز ولايت دامنيې قوماندان مل پاسوال خليل اندرابي باختر آژانس ته وويل  :
چې دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال مولوي احمد شاه تيره شپه دچار درې ولسوالۍ د نوآباد په سيمه کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
اندرابي زياته کړه ، چې ددغو عملياتو په بهير کې ددغه قوماندان دوه تنه افراد ووژل شول .
دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ دامنيې قوماندان سمونوال غلام محى الدين وايي چې مولوي احمدشاه دافغان امنيتي ځواکونو په  بريد کې وژل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته