نړۍ

پولنډ خپل ٢٠٠ تنه سرتيري د افغانستان د ځواکونو د روزنې لپاره استوي

وارسا- نيوزنو – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
ښايي دوه سوه تنه پولنډي سرتيري د روانې مياشتې تر پاى پورې په افغانستان کې د ناتو له ځواکونو سره يوځاى شي.
باختر آژانس د پولنډ راډيو له خولې خبر راکړ:
د پولنډ د اردو وياند جګړن (ماريک نابزديکا) ويلي دي: د دغو سرتيرو اساسي ماموريت دا دى چې د سلاکار او ښوونکي په توګه افغان ځواکونو ته خدمت وکړي. دغه سرتيري د تېرکال د سپتمبر له مياشتې څخه تر اوسه پورې ددغه ماموريت لپاره زده کړه کوي.
په افغانستان کې د دغو دوه سوه تنو پولنډي سرتيرو ماموريت د دسمبر د مياشتې په نيمايي کې پاى ته رسيږي.
پولنډي ځواکونه له ٢٠٠٢ م کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ديره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته