امنیت

دوه تنه داعشيان او دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په پروان او کونړ کې ووژل شول .

کابل باختر د تلې  يو ويشتمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي  طالبان دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دائتلاف دقواوو په هوايي بريد کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل يو ماين دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ښخ کړي  دائتلاف دځواکونو له خوا پرې هوايي بريد وشو او ووژل شو ل.
  ديوبل خبرله مخې ، دداعش دتروريستي شبکې دډلې دوه تنه غړي کله يې چې غوښتل دکونړ ولايت دڅوکۍ  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  يو ماين ښخ کړي  ماين وچاوديد چې له امله يې دوه تنه داعشيان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته