کابل باختر د کب اوولسمه :
په کندز ولايت کې شپږ ټنه تېر تاريخ خوراکي توکي وسوځول شول .
د کندز ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايي چې دغه توکي د دغه رياست د څارنې ټيم له خوا په څو تېرو ورځوکې د ښار خوراکي له پلورنځيو څخه راټول شوي و چې پرون د هيئت په وړاندې وسوځول شول .
د کندز ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالمتين عاطفي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې راټول شوي توکي بې کيفيته او تېرتاريخ وو چې په هغو کې ٦٠٠ کارتنه کيک او الکولي مشروبات هم شامل دي چې استفاده يې روغتيا ته زيان لري .
ده زياته کړه: د هيئت کار دوام لري او دغه پروسه به ولسواليو ته هم پراخه شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ