نړۍ

پاکستان د اسلام آباد په همغږۍ ديني مدرسوته دپيسو په ورکولوکې د رياض ادعا رد کړه

اسلام آباد ايرنا  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې باب چې د پاکستان له ځينو افرادو او خصوصي بنسټونوسره د رياض مالي مرستې د پاکستان د دولت په همغږۍ ترسره کيږي؛ د سعودي عربستان نوې ادعا رد کړه.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ: د پاکستان د بهرنيو چارو  وزارت په پرونۍ ويناکې ويل شوي دي  چې د غير رسمي کانالونوله لارې له افرادو  او له خصوصي بنسټونوسره مالي مرستې د دې په پام کې نيولو پرته چې دغه مرستې د کوم هېواد او يا سرچينې له خوا کيږي؟ له دې وروسته د تروريزم پرخلاف  د ملي اقدام د پروګرام په قالب کې تر دقيقې څارنې او کنترول لاندې نيول کيږي  چې تروريستانو او تروريستي ډلو او بنسټونو ته دمالي مرستو د ليږلو مخه ونيول شي .
نږدې درې اوونۍ مخکې د پاکستان د ايالتونو ترمنځ دهمغږۍ وزير رياض حسين پيرزاده د سعودي عربستان پرخلاف په تندو او په ډاګه څرګندونوکې، د دغه هېواد  حکومت د پاکستان په ګډون د اسلامي نړۍ د زياترو ستونزو او بې ثباتۍ عامل وباله او ويې ويل چې سعودي عربستان د زياتو پيسو په لګولو سره د خپل اړتيا وړ ايډيالوژي د پاکستان په ګډون د ځينو اسلامي هېوادونو ترمنځ ترويجوي .
د عربستان سفارت ادعا کړې ده چې رياض د تروريزم د له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته