امنیت

دوه طالبان په هرات کې ونيول شول

کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر
پوځيانو دوه وسله وال طالبان پرون د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ونيول.
د هېواد په لوېديځ کې د٢٠٧ ظفر قول اردو يو خبرځاى وويل چې دغه وسله وال طالبان د کشفي عملياتو په پايله کې د زنده جان ولسوالۍ له توتک سيمې څخه ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: له دغو کسانو څخه يوه پيکا هم ترلاسه شوې ده.
پاى ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته