ټولنه

تبصره

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
دمهاجرت د نړيوالې ورځې نمانځنه له هغوسلګونو زرو تنو انسانانو سره د مرستې اوهمکارۍ لپاره يو فرصت دى چې په بېلابېلو دلايلو يې په خپل هيواد کې له ژوند څخه لاس اخستى دى او د ستونزو اوکړاونو په زغملو سره ځان او خپلې کورنۍ ته د ژوندانه د يوې ښې فضا د برابرولو په لټه کې دي.
دباخترآژانس مبصر ليکي:
دمهاجرت دنړيوالې ورځې نمانځنه په افغاني ټولنه کې ځانګړى ارزښت لري. نن ورځ افغانان د نړۍ په کچه دمهاجرينواوبې ځايه شويو کسانو ډيره ستره ټولنه ده.
په نړۍ کې به هيڅ داسې هيواد نه وي چې څه دپاسه ديرش کاله جګړه، تاوتريخوالى، نا امني، اقتصادي ستونزې او بهرني لاسوهنې يې تجربه کړې وي.
دغه موارد د دې سبب شوي دي چې زيات شمېر افغانان د آرام ژوندانه خوب ته د رسيدو په خاطر خپل ټاټوبي او کورونه پريږدي او د زياتو ستونزو او خطرونو په زغملو سره د نورو هيوادونو په لور دمهاجرت لاره خپله کړي.داسې له انديښنو ډک او تګان ورکوونکي ارقام او شمېرنې شته.
زموږ يو شمېر هيوادوالو چې اروپا، استراليا او يا نورو هيوادونو ته يې د رسيدو نيت درلود؛ هيڅ مقصد ته نه دي رسيدلي. ځکه خطرناک سمندري سفر دوى د مرګ لومې ته ټيل وهلي دي او هغه کسان چې په دې بريالي شوي دي؛ ددغه شان ستونزوپه شتون کې مقصد ته ورسيږي. په دې نه دي بريالي شوي خپل خوب وويني، ځکه د اروپا او استراليا په هيوادونوکې سختو او پيچلو شرايطو دوى زيات له تنګسيا سره مخامخ کړي دي .
دغه ستونزې که چيرې په سمه توګه تحليل او وڅيړل شي؛ يوه ستره ټولنيزه ناخواله  تصويروي چې کيداى شي دردونکي او زړه بوږ نوونکي وي .
دلته لازمه ده له هيواد څخه دمهاجرتونواړخونواو علتونو ته پاملرنه وشي.
دلته ستره ستونزه په هيوادکې نا امني او د اقتصادي ستونزو پراختيا ده چې له هيواد څخه د مهاجرت د انګيزې زمينه برابروي .
په لومړى ګام کې دا په دولت پورې اړه پيداکوي چې په هيوادکې د مهاجرت د علتونو او عواملو په له منځه وړلواقدام وکړي. دهيوادوالو د حقوقوتامينول، د اتباعو د مصوونيت ساتنه او کارموندل او د هغو بهرنيو هيوادونو له ناوړوتبليغاتو سره مقابله چې په افغانستان کې حالت پيچلى تعريفوي؛ کولى  شي تر يوې اندازې  پورې د مهاجرت دردکم کړي او زموم هيوادوال په ژوندانه او راتلوونکي هيله من کړي .
په افغانستان کې دلنډ مهالې ادارې او د اوسني نظام په جوړيدو سره هيواد ته د راستنيدوعلاقمندۍ زياته شوه اوموږ دخپلويو زيات شمېر هيوادوالوپه تېره بيا د ايران او پاکستان  له هيوادونوڅخه دهغوى د راستنيدوشاهدان وو. خو له بده مرغه دغې هيلې او علاقمندۍ زيات وخت دوام ونه کړ او يوشمېر راستانه شوي کسان دې ته اړشول چې بيا خپل کورونه او ټاټوبي پريږدي او ددغو دوو ګاونډيو هيوادونو په ګډون نورو هيوادونو ته مخه وکړي.
دوى د خپل بيا مهاجرت مهم دليل په هيوادکې نا امني، اقتصادي ستونزې ، دکورنشتوالى او دکارنه موندل وبلل. له بلې خوا سره له دې چې يو زيات شمېر  افغانان له هيوادڅخه بهرمهاجر دي؛ افغانستان د يو زيات شمېر بهرنيو مهاجرينوکوربه  هم دى.
نن موږ په خپل هيوادکې د يو زيات شمېر تاجکستاني، کشميري، ايراني، عراقي او د پاکستاني مهاجرينو کوربه توب کوو. د دوى د ژوندانه حالت هم دردونکى دى. د افغانستان دولت چې په خپله له سختو ستونزوسره لاس او ګريوان دى؛ په دې نه دى بريالى شوى لکه څنګه چې لازمه ده؛ ددغو مهاجرينوحالت ته پاملرنه وکړي او له بده مرغه په افغانستان کې دمهاجرت قانون ديوې طرحې په کچه پاتې دى چې دا په خپله په افغانستان کې د بهرنيو مهاجرينو ستونزې زياتوي چې بايدپاملرنه ورته وشي.
په افغانستان کې د زيات شمېر بهرنيو مهاجرينو د شتون تر څنګ موږ يو زيات شمېر کورنۍ بې ځايه شوي کسان هم لر. دکابل، مزارشريف، هرات او تر يوې اندازې پورې د قندهار په ګډون د هيواد ستر ښارونه دکورنيو بې ځايه شويوکسانو دپراخ شتون ډګر دي چې ستونزې يې له نورو مهاجرينو څخه کمې نه دي.
هغه څه چې وويل شول؛ دهغو زرګونو تنومهاجرينو د درد او کړاو انعکاس دي چې اخلاقي او ټولنيزو مرستو ته  محتاج دي. ټولنيز او فرهنګي اخلاق په نوې پيړۍ کې له موږ څخه غواړي چې د مهاجرينو په نسبت له سپکاوي ډک چلند څخه  ډډه وکړو او د محتاجو او اړو انسانانو په توګه دهغوى هرکلي وکړو.
له مهاجرينوسره انساني سلوک د انساني ارزښتونو د ژمنې دوام دى. له بده مرغه افغان مهاجرين د ايران او پاکستان په هيوادونوکې له انساني ارزښتونو څخه لرې  او له سپکاوي ډکو چلندونوسره مخامخ کيږي چې دا کار يوه مسلمان، يوه ګاونډي او په پاى کې يوه متمدن اوسني هيوادوال ته په کار نه دى .
بايدله افغان مهاجرينو سره په زغم او تحمل سره چلند وکړو. د مهاجرينو نړيواله ورځ د يو داسې اړ قشر دساتنې په مقصد چې مهاجر بلل کيږي؛ د ژمنې د نوي کولو لپاره فرصت وبولو او له هغوى سره مرسته اوهمکاري وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته