سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان او ایران جمهورو  ريیسانو د خواف ـ هرات ریل پټلۍ پرانیسته

کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د پرانیستې مراسمو کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

دجمهور رييس د وياند دفتر باخترآژانس ته وويل : په دې شانداره مراسمو کې چې د هیواد پرجمهور ريیس سربېره د ایران اسلامي جمهوريت جمهور ريیس ډاکترحسن روحاني او له کابل، تهران او د خواف او روزنک سرحدي سیمو څخه  د دواړو هیوادونو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم وصل وو، جمهور ريیس خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: خوښ یم نن د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د حیاتي پروژې د ګټې اخیستنې شاهدان یوو چې د سیمه ییز اتصال او اقتصادي هوساینې ته  د رسېدو لپاره د دواړو هیوادونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پایله ده.

جمهور ريیس دې ته په اشارې چې د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله مو ونشو کولی د دې حیاتي پروژې د پرانېستو په مراسمو کې په حضوري ډول ګډون وکړو وویل، د دې مهمې پروژې بشپړېدل د دواړو هیوادونو ټینګه اراده  او د طراحانو، کارګرو، انجینرانو او د دې پروژې د نورو مسوولینو د شپې او ورځې  زحمتونو          پایله ده.

جمهور رييس غني زیاته کړه:  د دې حیاتي پروژې  پرانېسته  د دواړو هیوادونو د اقتصادي احیا، پراختیا او تحرک په برخه کې د یو مهم ګام په توګه په نېک پال نیسو         او هرکلی یې کوو.

د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د کتارونو له حرکت وروسته چې د افغانستان او ایران د جمهورو  ريیسانو په لارښوونه وشو، جمهور ريیس غني پخپله  وینا کې د دواړو هیوادونو دولتونو او خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ریل پټلۍ  په آسیا وچه  کې         د لېږد او ترانسپورټ  تر ټولو اغېزناکه، ګټوره او ارزانه طریقه ده.

د هیواد جمهور ريیس دېته په اشارې چې د آسیا په زړه کې د افغانستان  ځانګړي موقعیت ته په کتو تل په دې برخه کې نړۍ د پرمختګونو او پراختیا په  لیدلوریو او طرحو کې ورته  پاملرنه کړې  وویل، په ۱۸۷۵ زیږدیز کال کې فرنانند دویس سپ چې سویس کانال یې طرحه او عملي کړ، له برلین تر ممبي پورې د ریل پټلۍ پروژه          د افغانستان له لارې طرحه کړه، خو هغه مهال د افغانستان واکمن چې  ریل پټلۍ یو استعماري لید لوری باله، له هغه سره مخالفت وکړ.

جمهور ريیس وویل، د اعلیحضرت امان الله خان او د شهید داوود خان د جمهوري ریاست په وخت کې له ډېرو هلو ځلو سره، افغانستان د ریل پټلۍ اړوند ترانسپورټي انقلاب څخه لرې پاتې شو.

هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په څو نړيوالو کنفرانسونو کې  په ځانګړي ډول په ۲۰۰۴ کال کې برلین کنفرانس کې، د افغانستان اوسیمې د اقتصادي راتلونکې لپاره د ریل پټلۍ اهمیت مطرح کړ.

جمهور ريیس وویل، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې  د افغانستان  او ایران ترمنځ د خواف ـ هرات ریل پټلۍ تفاهم لیک لاسلیک  شو او د جوړولو عملي  کار یې په ۱۳۸۶  کال  کې پیل شو او نن د خوښۍ ځای دی چې د دواړو هیوادونو د جمهورو  ريیسانو او لوړ پوړو چارواکو له لوري دغه مهمه او حیاتي  پروژه  ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

جمهورريیس غني د دواړو هیوادونو د دخیلو شرکتونو او دولتي مسوولینو په ځانګړي ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت د ریل پټلۍ ادارې او هغوی چې په دې پروژه کې یې کار او هڅې کړې دي او همداراز د ایټالیا دوست هیواد چې د دې پروژې د څلورمې برخې په تمویل کې یې د افغانستان دولت همکاري کړې، مننه وکړه.

جمهورريیس وویل، له اقتصادي اړخه هغه تحول چې د اروپا او امریکا وچو په ۱۹ پېړۍ او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې شاهد و، اوس آسیا په ۲۱ پېړۍ کې په لویه کچه د هغه  د عملي کولو په حال کې ده.

هغه زیاته کړه، د آسیا پراختیایي بانک د ۲۰۱۷ او ۲۰۵۰ کلونو لپاره د منځنۍ آسیا        د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو چې افغانستان هم په کې شامل دی، په ریل پټلۍ د پانګونې لویو ظرفیتونو ته په پام معتبره ارزونه کړې ده.

جمهور ريیس وویل، افغانستان د دې مطالعې پر اساس باید ۲۴۴۰ کیلومټره ریل پټلۍ جوړه کړي چې د ۱۲۹۵ کیلومټره  جوړولو لپاره د لومړني اټکل پر اساس له ۲ میلیارد او ۲۵۵ میلیون ډالرو څخه زیات لګښت راځي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، خوشبختانه موږ نه یوازې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ جوړېدو شاهدان یوو، بلکې پخوا هم د افغانستان په نورو سیمو کې د ریل پټلۍ له هغې ډلې حیرتان ـ مزار شریف ریل پټلۍ بشپړه شوې اود آقینه ـ اندخوی ریل پټلۍ د بشپړېدو په حال کې ده او همداراز د هیواد په نورو سیمو کې به هم ریل پټلۍ جوړې شې.

جمهورريیس وویل: د سیمې ټول هیوادونه دې ته اړتیا لري چې له یوه لوري په یوه ګډ لیدلوري او له بل لوري د ښې استفادې لپاره د ټولو پروژو د تجهیز، تمویل، جوړولو او مدیریت لپاره په همغږۍ اقدام او له یو بل سره همکاري وکړي.

جمهور ريیس غني وویل، زموږ هیواد به  د انرژۍ  د تولید او  د پایداره انرژۍ د

صادراتو په عمده مرکزونو بدل شي او په ورته مهال کاسازر، ټاپي او ټاپ سیمه ییزې لویې پروژې د سیمې لویې اقتصادي پروژې ګڼل کېږي.

جمهورريیس د افغانستان د کانونو او منرالونو د ظرفیتونو په اړه چې ارزښت یې له         یو ټریلیون ډالرو څخه زیاتېږي معلومات ورکړل ويې ویل، زموږ لیدلوری دا دی چې افغانستان بېرته د ورېښمو او لاجوردو لارو کې خپل مرکزي موقعیت ژوندی کړي او  د سوداګریزې پراختیا، پانګونې او د دولتونو د اقتصادي مناسباتو اجنډا کې پرې قوي باور وشي.

جمهوريیس غني د خپلو خبرو په پای کې، هراتي هیوادوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د هرات اوافغانستان د مقام بېرته ژوندي کولولپاره په تېرو شپږو کلونو کې د سیمه ییزو همکاریو د لویو طرحو اساس ایښودل شوی او له یو بل پسې د تحقق په حال کې دي.  پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته