کابل د چنګاښ ۱۴ باختر
د غوریانو په دورې پورې اړوند د تاریخي سندونو د ارزونې غونډه چې ویل کېږي زرکاله لرغونتیا لري، نن د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوه.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، ټاکل شوې ده دغه سندونه دغورد یوه اوسېدونکي سید خواجه محمد له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معین پوهاند محمد رسول باوري او د جمهوري ریاست د چارود ادارې ریاست د حکومتوالۍ د برخې کارپوه احمد ضیا عابر دغه سندونه ارزښناک وبلل، خو د دغوسندونو په څارنې او ارزونې يې ټینګاروکړ.
ټاکل شوې ده دغه سندونه په جمهوري ریاست پورې اړوندو مراجعو له لوري وڅارل شي او وروسته د ساتنې لپاره اړوندې مرجعې ته وسپارل شي.
ختم ع
0 1 دقیقه لوستل