فرهنګ

دقران عظيم الشان ختمو نه وشول

کابلباختر دزمري٢٥ مـــــــــــــــه

دقران عظيم الشان د نازليدو د لسيزې په درنا وي دهديې په دارالمعلمين اود نوى اريا نا په ليسه کې دقران  کريم ختمو نه وشول

دباختر اژانس دخبر له مخې په هغو مراسمو کې چې له همدي امله ددغه دارالمعلمين او ددغى ليسې دښوونکو او زده کوونکو په ګډون پرځاى شوى ودقران عظيم الشان له ختم وروسته ويناوالو دقران کريم د نازليدو دلسيزى دفضيلت ،دروژى مبارکي مياشتې دبرکت او په دغه مبارکه مياشت کې دعبادتونو دارزښت په باب معلو مات ورکړل او ويې ويل چې لوى خداى (ج) قران عظيم الشان په دې مياشت کې دبشريت دلارښوونى لپاره نازل کړى دى

د مراسمو په پاى کې برخه والو دديندارو خلکو دسو کالۍ ، ارا مي اونيکمرغۍ او په هيواد کې ددايمې سو لۍ دتا مينولو په خا طر د لوى خداى (ج) په دربار کې دعا و کړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته