سیاستخبرونهTOP

روزا اوتنبایوا؛ یوناما په افغانستان کې یو میلیون ټولنیز او ښوونیز ټولګي جوړوي

کابل، د غوايي ١٤مه، باختر
د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او د ملګرو ملتونو له یو شمېر مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د پوهنې، روغتيا او اقلیمي بدلونونه په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
د یاد ولایت والي شیخ ضیاالرحمن مدني د یوناما مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې یوناما باید په افغانستان کې شته واقعیتونه نړیوالو ته منعکس کړي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د یوناما رییسې روزا اتنبایوا وویل؛ یوناما په پام کې لري، څو نږدې راتلونکي کې د افغانستان په کچه په ځانګړې توګه په لږ پرمختللو ولایتونو کې یو میلیون ټولنیز او ښوونیز ټولګي جوړ او فعال کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته