ټولنه

د (آسان وظیفې) په نوم د کارموندنې لومړی پورټال پرانېستل شو

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱۵ مه
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د بستونو د اعلانونو او کاري فرصتونو د غوره تنظیم لپاره د (آسان وظیفې) پورټال پرانیست.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبی نن د آسان خدمت ادارې مسؤولينو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت مشرتابه او کارکوونکو په حضور کې د افغانستان په کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکټور کې د آسان وظیفې په نوم د کارموندنې لومړی پورټال پرانېست.
شهزاد آريوبی وویل چې ددغه پورټال د جوړېدو موخه د کاري فرصتونو، د ظرفيت لوړونې د برنامو دښه تنظیم او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکټور کې له متخصصو بشري سرچينو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل چې دا پورټال په حقیقت کې ستاسو، تعلیمي او اکاډميکو بنسټونو او د کار بازار ترمنځ د وصل د نقطې په توګه حسابېږي، د تعليمي او تحصيلي بنسټونو لپاره زمینه سازي کوي چې د خپلو تازه فارغ شويو محصلينو شهرت په کې راجستر کړي او له هغه ادارو سره چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکټور کې بشري سرچينو ته اړتيا لري، د وړ او په کار پوه اشخاصو د پېژندنې او استخدام په برخه کې همکاري کوي چې د وخت او سرچينو د مصرف مخه هم نيسي.
د يادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاري فرصتونو او ظرفيت لوړونې د پروګرامونو پروګرامونه به له دې وروسته د آسان وظیفې پورټل له لارې اعلانېږي او په دې برخه کې د خصوصي سکټور څخه هم هیله کوو چې د اړوندو برخو کاري فرصتونه او د ظرفيت لوړونې پروګرامونو په اړه خپل  پروګرامونه له دې لارې اعلان کړي او شرکتونه هم کولی شي، په لاندې ویب پاڼه کې خپل پروفایل جوړ او د کارموندنې لپاره ترې ګټه واخلي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته