امنیت

نهه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٣ مه
نهه وسله وال طالبان په هلمند کې د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار د ديشو او سنګين ولسواليو په مربوطاتو کې  بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په هوايي بريدونوکې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نوريې ټپيان شول .
د رارسيدلو خبرونوله مخې: په بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي هم ويجاړ شوي دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په هلمند کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه ١٣ماينونو کشف او شنډ کړل.
په افغانستان کې طالبان په ګڼ مېشتو لاروکې د ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي په کې قرباني کېږي.
  ختم-شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته