ورزش

له ګلف لوبې سره د هراتي نجونو د علاقمندۍ زياتوالى

کابل/ د وري ٢مه/ باختر له ګلف لوبې سره د هراتي نجونو لېوالتيا زياته شوې ده. د محدودو امکاناتو، د ټولنې سنتي والي او له لسګونو نورو چلنجونو سره سره، د هرې ورځې په تېرېدو په هرات کې له ګلف لوبې سره د نجونو لېوالتيا زياتيږي. په هرات کې د نجونو د ګلف لومړنى کلپ شپږ کاله مخکې جوړ شو او ورو ورو د علاقمندۍ په زياتوالي سره د نجونو د ګلف کلپونه هم زيات شول. ټاکل شوې ده حکومت د هرات د پښتون پله په ساحه کې د ګلف يو لوبغالى جوړ کړي. د هرات د ګلف فدراسيون يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه لوبغالي په جوړېدو سره به په هرات کې د نجونو ترمنځ د ګلف لوبه وده وکړي. يوه نجلۍ تهمينه چې په هرات کې په ګلف لوبې بوخته ده؛ وايي: که چېرې دولت د نجونو ورزش ته زياته پاملرنه وکړي؛ ورزش به د نجونو ترمنځ په فرهنګ بدل شي. ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته