ټولنه

دسمنګانو په کان کې دميتان دګازو په چاودنه کې څلور تنه ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دسمنګانو ولايت په بر دره صوف  ولسوالۍ کې دکان په يوه صوف کې دميتان ګازو دخپريدو له امله دکان څلورتنه کارکوونکي  ووژل شول .
  دبر دره صوف ولسوال احمد علي حسني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان چې دکوز دره صوف  ولسوالۍ اوسيدونکي وو ددغې ولسوالۍ په تور کان کې  د ډبرو سکرو د را ايستلو په  وخت کې دميتان  ګازو دخپريدو له امله  خفه شول او ووژل شول .
ده وويل په دې ولسوالۍ کې په سلګونوصوفونه شته چې پکې دورځې  زيات کارکوونکي په کار بوخت دي . او خپل را ايتسل شوي  د ډبرو سکاره د بار وړونکو څارويو په واسطه له کان څخه بهر ته ليږدوي .
ددره صوف ولسوال وايي چې دغه کسان د ډبرو سکرو دکيندنې په وخت کې له دغې  پيښې سره مخامخ شوي دي .
دولسوال  دڅرګندونو له مخې  ددغوکسانو مړي دکوز دره صوف په  ولسوالۍ کې ددوى کورنيو ته ليږدول شوي دي .
دسيمې داوسيدونکو دڅرګندونو له مخې دغه پيښه دګرم چشمه  په کلي کې  چې ددهنه تور  دکانونو په يوه صوف چې  دولسوالۍ دمرکز  په  ٣٠ کيلومترۍ کې پروت دى رامنځته شوې ده .
ديادونې وړ ده چې دروان کال په سرکې  هم کابو شل تنه سيمه ئيز کارکوونکي د بر دره صوف  دولسوالۍ په کان کې دچاودنې او دګاز نيولو په سبب  وژل شوي وو .
دوه کاله مخکې  هم دسمنګانو د ډبرو سکرو دکان ديوه صوف دنړيدو له امله  دکان څه ناڅه ديرش تنه کارکوونکي وژل شوي وو چې مسوولين دغه شان پيښې په خپل سر او غير فني ډول دکانونو درايستلو زيږنده  بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته