امنیت

په لغمان کې شا و خوا۱۲۰۰ جریبه دولتي ځمکه د غاصبانو له منګولو خلاصه او ۲۴ تورن کسان ونیول شول

کابل- باختر- د سلواغې د میاشتې ۷
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رييس د ځانګړو لار ښوونو او د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غاصبانو پر وړاندې په جدیت او قاطعیت سره د عمل کولو پر اساس پرون د غصب د مخنیوي کمېسیون د مهترلام بابا په دښته کې شا و خوا ۱۲۰۰ جریبه دولتي ځمکه چې د غاصبانو له لوري غصب شوې وه او کورونه پرې جوړ شوي و، د غصب کوونکو له منګولو خلاصه او کورونه یې ور ړنګ شول، چې د یاد رقم زیاته برخه یې د اراضۍ په ادارې او پاتې نوره یې د ښوونکو د ښار ګوټي پورې تړلې ځمکه وه.
د غصب د مخنیوي کمېسیون په داسې حال کې چې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزی او حاجي عبدالعزیز، د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نورالله قادري، د ملي امنیت ریاست لومړی مرستیال، د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر او نور چارواکي هم ور سره و د مهترلام بابا په دښته کې هغه دولتي ځمکې چې د یو شمېر کسانو له لوري په زوره غصب او کورونه پرې جوړ شوي و، د غاصبانو له منګولو خلاصې او ۲۴ تورن کسان یې په جرم د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول چې دا مهال ترې پوښتنې ګرویګنې روانې دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک باختر اژانس ته وويل: د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو ته جدي لارښوونه کړې چې په ټول لغمان او په خاصه توګه د مهترلام بابا په دښته کې د غصب په مخنیوي او د غاصبانو په نیولو کې په قاطعیت سره عمل وکړي تر څو په راتلونکي کې د شاهي کانال د پروژې په تطبیق کې چې له همدې دښتې به په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي، خنډونه را ولاړ نشي.
دی زیاتوي د ولایت د مقام په پرلپسې غوښتنو او ټینګار د هېواد جمهور رييس په ننګرهار کې د لغمان د ولسونو سره ژمنه وکړه چې د شاهي کانال پروژه به په نېږدې راتلونکي کې پلې کوي، نو وړاندې تر دې چې د یاد کانال چارې پیل شي باید په مسیر کې یې هیڅ راز ستونزه وجود و نه لري.
بل لور ته د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له رسنيو سره په خبرو کې وويل او ډاډ يې ورکړ چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غاصبانو د نیولو دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ومومي او ټولې هغه دولتي ځمکې چې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د غاصبانو له لوري غصب شوې، بېرته ترلاسه شي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته