ټولنه

په ننګرهار کې له څه دپاسه سلو يتيمو اوبې وزلو ماشومانو سره مرسته .

کابل باختر د ثور اتمه :
په ننګرهار ولاېت کې  له څه دپاسه سلو يتيمو او بې وزلو ماشومانو سره مرسته وشوه .
زياترو دغو ماشومانو دخپلې  کورنۍ غړي په ډار اچوونکو بريدونوکې له لاسه ورکړي دي .
دننګرهار ولايت دکار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شيرزاد باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له يوسلو لسو يتميو او بې وزلو ماشومانو سره مرسته شوې ده چې هر يوه تنه کابو يو ويشت زره افغانۍ  نغدې پيسې ورکړى شوي دي ددغو مرستو بهير دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته