امنیت

د سمنګان پوليسو يو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړ

کابل / باختر/ د زمري٣٠مه
د سمنګان پوليسو درې کسان د يوه ځوان د تښتولو په تور ونيول .
  د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق باختراژانس ته وويل، چې پوليسو له يوې ډلې انسان تښتونکو څخه پرون د دغې ولسوالۍ  د کوکچر د کلي اوسېدونکى حکمت الله ازاد کړ.
مدقق زياته کړه، نيول شوي کسان چې د بغلان اوسېدونکي دي په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې د دوى موخه له دغه سړي  څخه د پيسو اخيستل و.
  ختم_  عطاالله_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته