ډيلي باختر د وري درې ويشتمه :
د هند د چتيسګرپه سيمه کې نن د ماويستانو د بريدونو له امله د انتخاباتو د کارکوونکو او د پوليسو د اضافي ځواکونو په شمول څه ناڅه ١٤تنه وژل شوي دي.
دواړه بريدونه د سړک د غاړې د ماينونو په وسيله ترسره شوي دي چې له امله يې د انتخاباتو دکميسيون دکارکوونکو او د پوليسو د ځواکونو په ګډون ١٤ تنه وژل شوي او څه ناڅه نهه تنه نور ټپيان شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: ديوې هندۍ مسلمانې کورنۍ يوولس تنه غړي د اوتراپراديش په ايالت کې يوکانديدته د راى ورکولوپه دليل د وسله والوکسانو د بريد له امله ټپيان شول .
دغه بريد ددغوکسانو د استوګنې کورته دچاوديدونکو توکو په ورغورځولو ترسره شوه.
دغه پيښه دپنجشنبې په ورځ وشوه او يو ماشوم هم په ټپيانوکې شامل دى.
0 1 دقیقه لوستل