ټولنه

دکار او ټولنيزو چارو وزيرې په ايمرجنسي روغتون کې د شهيد سردار احمد د زوى ابوذر پوښتنه وکړه

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزيرې نن په ايمرجنسي روغتون کې د افغان خبريال شهيد سردار احمد يواځنى زوى ابوذر په پوښتنې سره ده ته د بشپړې روغتيا هيله وکړه.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزيرې آمنې افضلي د ايمرجنسي په روغتون کې د ابوذر چې د نوروز په شپه دتروريستانو په بريدکې سخت ټپي شوى و؛ پوښتنه وکړه او د دغه روغتون د روغتيايي کارکوونکو هلې ځلې وستايلې.
تروريستانو د نوروز په شپه دکابل سرينا په هوټل په بريد سره نهه تنه ووژل. په دې پيښه کې افغان خبريال سرادار احمد له خپلې ميرمنې او دوو بچيانو سره شهيد شو او د ده درې کلن زوى ابوذر سخت ټپي شو چې اوس په ايمرجنسي روغتون کې بستردى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته