کابل باختر د وري دمياشتې ١٦ :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ددفاعي او امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دغه عمليات چې دغزني دده يک ، دزابل دشاجوى او دبادغيس دقادس دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ١٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ددغې ډلې نوولس تنه نور ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې : په وژل شويوکسانو کې د امرالدين په نامه دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان هم شامل دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ