ټولنه

دملي پيوستون له پروګرامونو څخه دلسګونو زرو تنو ګټه اخيستنه .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دوږي دمياشتې په بهير کې په بغلان ولايت کې دملي پيوستون د ٧٤ پروژو په بشپړيدو سره ددغه ولايت څه دپاسه يو سلو درې شپيتو زرو تنو دهغو له ښګيڼو څخه ګټه اخيستې ده .
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست دملي پيوستون دبرخې مسوول انجينير نصرت الله شهيدي باختر اژانس ته وويل: په دغو پروژو کې دښوونځيو دودانيو جوړول، دڅښاک د اوبو دڅاګانو کيندل ، په سړکونو کريړ اچول ، داستنادي او د کبيوني ديوالونو جوړول او د اوبو دکوچنيو بندونو جوړول شامل دي .
دغه پروژې دبغلان ولايت دهنه غوري او دوشي په ولسواليو او په پلخمري ښارکې بشيړې او ګتې اخيستنې ته سپارلې شوې دي.
شهيدې زياته کړه :په بغلان ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام له پيل څخه تراوسه پورې ددغه ولايت په يوولسو اداري واحدونو او پلخمري په ښارکې ٢٥٩٩ بنسټيزې پروژې تطبيقې شوې دي چې داړوندو سيمو دخلکو ستونزې لرې شوې دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :دملي پيوستون دپروګرام يوولس نورې پروژې تر کارلاندې دي چې په بشپړيدو سره به يې دخلکو ټولې ستونزې لرې شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته