سیاست

جمهوررئیس غني: په اترا اداره کې دې محدودیتونه او کمزورۍ تشخیص شي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې۳۰مه
د افغانستان د اسلامي جمهوررئیس د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) پر پنځه کلن پلان د بحث په موخه غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د اترا ادارې رئیس نجیب عزیزي د دې ادارې د لارې نقشه چې د اهدافو برخې، اوسني پرمختګونه، په مخابراتو سکتورکې بریالیتوب، پیاوړتیاوې او کمزورۍ، فرصتونه او ننګونې، د کاري او رقابتي مارکېټ په موخه تنظیماتي چوکاټونه، د کاري ځواک د انکشاف، د مخابراتي انکشاف صندوق مدرن کولو، د خدماتو انکشاف، بنسټیز موثریت، د عامه خدمتونو (برېښنایي حکومتولۍ) د وړاندې کولوملاتړ او وړاندېزونه په کې شامل وو، غونډې ته وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني مخابراتي سکتور یو متحول سکتور وباله وې ویل، طرحې باید د معاصرې ټکنالوژۍ د پرمختګ د شرایطو مطابق جوړې شي او دغه راز دې په اترا اداره کې د لارې د نقشې د تطبیق په موخه لازم ظرفیتونه موجود وي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، سیستمونه باید له تخنیکي اړخه نوي شي او د اترا اداره دې د ټکنالوژۍ په برخه کې بنیادي کار وکړي. هغه د اترا ادارې د محدودیتونو او کمزوریو پر پېژندنې ټینګار وکړ ويې ویل، په دې سکتور کې باید د خنډونو د لمنځه وړلو او صلاحیتونو لپاره حل لارې مشخصې او دغه سکتور په کافي پوهه سمبال شي.
هغه څرګنده کړه، د لارې د نقشې عملي کولو لپاره ګډ کار ته اړتیا ده او لارښوونه یې وکړه د مالیې او مخابراتو وزارتونه او دغه راز د مرکزي احصائیې او اترا ادارې دې د اترا ادارې د لارې د نقشې د عملي کولو په برخه کې ګډ کار وکړي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته