ټولنه

د فراه والي : دخلکو له ملاتړ پرته دبخش آباد دبند عملي کار به پيل نه شي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دبخش آباد بند دعملي کار پيل دخلکو ملاتړ ته اړتيا لري دغه ټکى دفراه والي محمد آصف ننګ په هغې غونډه کې څرګند کړه چې دهيات د رييس او دکورنيو چارو وزارت دعامه ساتنې معنيت د دولتي پروژې د رييس امنيتي ارګانونو ، دبالابلوک ولسوالۍ دقومي مشرانو ، مدني ټولنې ، دسياسي ګوندونو دشورا د رييس او دشرکت دانجينيرى ټيم داستازي په ګډون جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې محمد آصف ننګ دبالابلوک ولسوالۍ له قومي مشرانو هم وغوښتل چې په کلکه او په غوڅه توګه دبخش آباد دبند کار دعملي کولو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې دقرار دادکوونکى شرکت د دايحوند شرکت استازى عبدالله نجفي هم په سيمه کې دامنيتي ستونزو او تاوتريخوالي په باب خبرې وکړې ويې ويل: له ټاکل شوى وخت څخه څه دپاسه يوه مياشت تيريږي،خو دسيمې خلک بآيد په جدي ډول امنيت تامين او ملاتړ يې وکړي.
په همدې حال کې دبالابلوک ولسوالۍ قومي مشرانو دليکلي ژمنې او دپخوانى همکارۍ د دوام په ترڅ کې يوځل بيا په کلکه او غوڅه توګه په دې برخه کې خپل ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته