امنیت

ديو عرب تبار قوماندان په ګډون دوه تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣٠
په فراه ولايت کې دامنيتي ځواکونو  دچاڼيزو عملياتو په بهېرکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل  شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول.
دفراه ولايت امنيه قوماندان فضل احمد صمديار دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات تيره شپه  د ګډو  امنيتي ځواکونوله  خوا دفراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې وسله والو طالبانو  ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امنيتي پوستو دبريدنيت درلود.
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې دامنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې  ديوه عرب تباره قوماندان په ګډون ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  ١٣ تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: عرب تباره شخص  چې ددغې ډلې مشرتوب يې په غاړه درلود؛  ابوضيعفه نوميده او مخکې له دې   په هلمند ولايت کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
ديادونې وړ ده چې دغه عرب تباره قوماندان دفراه ولايت  دګلستان ولسوالۍ دنيولو په نيت دغه ولايت ته رسيدلى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته