امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې ووژل شول .

کابل باختر دتلي اتمه :
دداعش په ډلې پورې اړوند شپږ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ  د نورستان په ولايت کې  په هوايي بريد کې ووژل شول
په دغو داعشيانو تيره شپه دوانټ وايګل په ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې بريد وشو .
  دهېوادپه ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه هوايي بريد کې دداعش دډلې شپږ تنه غړي ووژل شول .
ده وويل دداعش دغه افراد په خپل پټنځي کې په يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
ويل کېږي چې په دغه هوايي بريد کې دکلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې، امنيتي مامورانو نن سهار څلور ماينونه دنورستان ولايت دتګ راتګ په ګڼ ميشتو سيمو کې کشف او شنډ  کړل
تراوسه پورې ددغې ماين ښخوونې مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخستې خو ځينې خبرځايونه طالبان ددغې ماين ښخونې عاملين بولي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته