سیاست

د سترې محکمې رييس: قضائيه قوه عدالت ته د خلکو د لاسرسي ضمانت کوي

کابل/ د لړم ٢مه/باختر
قاضي القضات او د سترې محکمې رييس قانونپوه سېد يوسف حليم  نن د امريکا سفارت  له مرستيال سره وکتل.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته  خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړى قاضي القضات د قضايي نظام د وضعيت، فعاليتونو او د قضائيه قوې د لارې پر سر د پرتو ننګونو او ستونزو په اړوند خبرې وکړې او د قضائيه قوې د عمل پروګرام د شاخصونو په بيانولو سره چې د قانون او د قضايي عدالت تامين او عدالت ته د خلکو د لاسرسي ضمانت کوي، له اداري فساد او جرمونو سره د مبارزې او د دولتي املاکو د غصب د قضاياوو د څېړنې په لاره کې مبارزه، د سترې محکمې له مهمو کاري لومړيتوبونو څخه وبلله او هيله يې وکړه چې د نړيوالې ټولنې په تېره بيا د امريکا دولت  مادي او تخنيکي مرستې وکولاى شي له قضائيه قوې سره په عمل پروګرام کې شاملو موخو ته د رسېدو او د جزايي او مدني قضاياوو د معتمد معلوماتي بانک په توګه د قضاياوو د مديريت بهير د ځواب ورکولو او نورو بنسټيزو مسئلو ته د رسېدو په لاره کې، مرسته وکړي.
وروسته د امريکا سفارت مرستيال څرګنده کړه چې قضائيه قوه د عدالت او قانونيت د تامين لپاره ستر رسالت په غاړه لري او د امريکا دولت دغه راز هوډمن دى چې په روزنيزو، له اداري فساد سره د مبارزې، د قضاياوو مديريت د پياوړتيا او د مادي او تخنيکي اړتياوو د حل په برخوکې له دغه بنسټ سره همکاري وکړي او د اړتياوو د پېژندلو په برخه کې يوه پروژه جوړه کړې ده چې د دغې پروژې د کار پرمختګ به له قضائيه قوي سره ښه همغږي رامنځته کړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د علاقې وړ نورو موضوعګانو په اړوند هم خبرې وکړې.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته