امنیت

د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ د امنیتي سکتور د رهبرۍ عالي غونډه جوړه شوه

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې ٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ پرون د امنیتي سکتور د رهبرۍ عالي غونډه جوړه شوه.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په سر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر پر جزئیاتو د امنیتي سکتور غړو ته مالومات ورکړل. ښاغلي اتمر پاکستان ته د لوړ پوړي امنیتي پلاوي سفر مهم و باله.
ورپسې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه د فاریاب، ارزګان، فراه او غزني ولایتونو پر عمومي امنیتي حالت خبرې وکړې، د دغو ولایتونو د امنیت د تامینولو او په ولایتونو کې د میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اکمالاتو او تجهیزاتو د برابرولو په موخه د جوړ شوي پلان په اړه یې مالومات وړاندې کړل.
د ملي امنیت سلاکار د امنیتي او دفاعي سکتور د مشرتابه د راپور له اوریدو وروسته اړوندو امنیتي چارواکو ته لاروښونه وکړه چې په ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اړتیاوې تشخیص او په اړه یې بیړني اقدامات وکړي.
د امنیتي سکتور په ناسته کې له پلان سره سم د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په ولسوالیو کې خلکو ته خدماتي چارې ګړندۍ او په هغو برخوکې چې ستونزې موجودي دي، په اړه یې بیړني اقدامات وکړي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته