امنیت

په لغمان کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١١ :

په لغمان ولايت کې پرون دمخالفينو دډزو له امله  دوه تنه شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.

دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقومانداني  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  وسله والو مخالفينو دلغمان ولايت ددولت شاه په ولسوالۍ ددرندو وسلو ډزې وکړې چې له امله يي دوه تنه ملکي وګړي شهيدان اوڅلور تنه نورټپيان شول.

ديوبل خبرله مخې :   دننګرهار ولايت دامنيي قوماندانۍ پوليسو پرون  ديوې تروريستي پيښې مخه ونيوله  .

دپوليسو مسوولين وايي وسله والو مخالفينو  يوه بوشکه  چاوديدونکي توکي  دهسکي ميني  ولسوالۍ په مربوطاتو کي ځاى پرځاى کړي و چې دپوليسو له خوا  کشف اوشنډکړي شول اوديوې ترورستي  پيښي مخه  ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته