نړۍ

په عراق کې اويا تنه ووژل شول

بغداد باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
په عراق کې د څو بريدونو له امله اوياتنه ووژل شول اونهه ويشت تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د انتي وار انټرنټي سايټ له خولې خبر راکړ: دغه بريدونه پرون  د فلوجه، شقلاويه او د کرکوک په ښارونوکې وشول چې له امله يې دولس تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.
دغه  راز د عراق امنيتي ځواکونو دسليمان پک ښارګوټي کنترول بيا ترلاسه کړل او له ياغيانو سره په نښته کې لس تنه ووژل شول.
نورکسان په فلوجه ښارکې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته