امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه دفراه ولايت  په بالابلوک  ولسوالۍ کې  له  پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال باهر دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې نښته کې چې له تيرې شپې څخه تر نن سهار  پورې دوام درلود دکومکي ځواکونو په رسيدو  سره وسله وال طالبان له ساحې  څخه وتښتيدل
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې شپږ تنه وسله وال طالبان دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ د مشحو کلي په  دوه لاري  کې ووژل شول  او پنځه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته