فرهنګ

خبرتيا

کابل باختردتلې دمياشتې ٧نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا !
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون د ١٨، ١٩، ٢٠ او ٢٢ مادې د حکم له مخکې، ټاکل شوې ده اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د کميسيون پنځه تنه غړي د آزادې سيالۍ له لارې  وټاکل شي.
د دغه کميسيون د غړو د ټاکنې په مقصد د اوو تنو استازو په ترکيب يوه کمېټه جوړه شوې ده.
په کميسيون کې د غړيتوب شرايط :
١ –  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د تابعيت لرل
٢ –  د ديرش کلنى عمر بشپړول
٣  – لږ تر لږه د ليسانس په سويه د تحصيلي سند لرل
٤ – په جرم او جنايت او په اداري فساد او بشري ضد جرمونو نه وي محکوم شوى
٥ – په دې اړوند پنځه کلنه کاري تجربه ولري
٦ – ښه شهرت ولري
٧ – دولتي انتخاباتي او انتصابي دندې ونلري
٨ – د کوم سياسي ګوند غړيتوب ونلري
په شرايطوبرابرکسان کولاى شي خپل لنډ ژوند ليک (خلص سوانح) او بشپړ سندونه د تلې د مياشتې تر١٥نيټې پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ودانۍ په څلورم پوړ کې د ټاکنې کمېټې سکرتريت ته وسپاري.
يادونه :
الف:
د کميسيون مهمې دندې :
١ – له ادارو څخه د اطلاعاتو د ترلاسه کولو او د هغو د وړاندې کولو په بهيرڅارنه.
٢ – د متقاضيانو د شکايتونو څيړنه.
٣ – د اړتيا په صورت کې د ادارو د اطلاع رسونې له مسوولو مراجعو څخه د سندونوغوښتنه.
٤ – متقاضيانو او ادارو ته د لازمو مسودو وړاندې کول.
٥ – د ادارو د اطلاع رسونې د مسوولو مراجعو د رپوټونو څيړنه.
٦ –  د هېواد جمهوررئيس او ملي شورا ته د کميسيون د فعاليتونو د کلني رپوټ   وړاندې کول او خپرول .
٧ – د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو له لارې په هېواد کې د اطلاع رسونې د فرهنګ پياوړتيا.
٨ – د کميسيون د فعاليتونو په باب د عامه پوهاوي لوړول.
٩ – د کميسيون د تصميمونو خپرول.
١٠-  د دغه قانون د حکمونو د څرنګوالي څيړنه .
١١ – د اړوندو لايحو او طرزالعملونو تصويبول.
١٢ – د ادارو له خوا د اطلاعاتو د تنظيم د څرنګوالي په باب د لږ تر لږه معيارونو وضع کول.
١٣ – په دغه قانون کې د ليکل شويو نورو دندو ترسره کول.
ب : متقاضيان کولاى شي اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د دغه کميسيون له سايټ       څخه ترلاسه کړي . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته