کابل باختردتلې دمياشتې ٧نيټه :
په بلخ ولایت کې د یوه روغتیایی کلینيک ودانۍ پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ د عامې روغتیا ريیس ډاکتر میرویس ربیع د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کلینيک د عامې روغتیا وزارت له بودجې څخه د ٣٠٠ زرو امریکایی ډالرو په لګښت د دوه جریبه ځمکې په ساحه کې په یو پوړکې په پاخه او اساسي ډول د دغه ولایت د چهارکنت ولسوالۍ په ایلاق سيمه کې جوړ شوې چې لس خونې لري.
ده زیاته کړه چې دغه کلینيک د شلو کلیو د څه د پاسه پنځلس زرو تنو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي .
پاى/سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ