کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د ترافيکي قوانينو او د موټر چلوونکي د لارو چارو د زده کړې ورکشاپ د هرات د امنيې قوماندانۍ کارکوونکو ته جوړ شو.
يوه روزنيزه دوره چې اووه ورځي کيږي په هغه کې د هرات د امنيې قوماندانۍ مجاهدينو ته د ترافيکي قوانينو او لارښوونو د څرنګوالي په اړه د ترافيکو مديريت د ښوونې او روزنې آمريت د ښوونکو له خوا لوست ورکول کيږي.
د هرات د ترافيکو مديريت د ښوونې او روزنې آمر دويم څارن خان آقا اڅکزي باختر آژانس ته وويل، چې په دې دوره کې د ترافيکي قوانينو او لارښوونې په اړه لوست ورکول کيږي.
نوموړي زياته کړه د ترافيکي قوانينو او لارښوونو زده کړه مجاهدينو ته يوه اړتيا ده او د ناوړو پېښو د مخنيوي په خاطر ټول مجاهدين مکلف دي چې د زده کړې دوره تېره کړي .
د يادونې وړ ده چې د دې روزني دورې له تېرولو وروسته د ورکشاپ برخه والو ته ليسانس هم ورکول کيږي.
\ ذ