روغتیا

دتنباکو دبندولو دنړيوالې ورځې په نمانځه کې په سلوکې پنځه ديرش خلک په هيواد کې تنباکو کاروي .

کابل باختر دغبرګولي  لسمه :
دهيواد دعامې روغتيا وزارت دنړۍ  دروغتيايي سازمان په همکارۍ نن دتنباکو د محصولاتو غير قانوني  سوداګرۍ پاى ته ورسوئ  تر شعار لاندې دتنباکو دبندولو نړيواله ورځ ونمانځله .
دعامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دعامې روغتيا وزارت مقاماتو ، دملګروملتو دسازمان  دادارو او دغير دولتي موسسو استازو ګډون کړى و اودتنباکو دغير قانوني سوداګرۍ دزيانونو ، اقتصاد او دغه راز دښې حکومتوالۍ  په باب خبرې وکړې .
دعامې روغتيا وزارت دپلان  او پاليسي معين ډاکتر احمدجان نعيم ټينګار وکړ چې  دتنباکو کارول عامې روغتيا ته يو ډير ستر خطر بلل کيږي چې افغانستان ورسره مخامخ دى غير قانوني سوداګرۍ او دتنباکو په محصولاتو دخلکو او په تيره بيا دځوانانو برلاسي اسانه کوي او ټکس او ماليې سياستونه کمزورې کوي .
  دعامې روغتيا وزارت معين زياته کړه افغانستان دتنباکو دکنترول په باب دنړۍ  دروغتيايي سازمان دکنوانسيون  چوکاټ تاييد کړى دى او دهغه په عملي کولو ژمن دى چې ټولو افغانانو ته ښه روغتيا يقني کړي .
په افغانستان کې  دتنباکو دغير قانوني سوداګرۍ او دکارولو په باب  اطلاعات  محدود دي .
دنړيوالې  سروې له مخې تنباکو په ٢٠١٠  ميلادي کال کې دښوونځيو په سلوکې درې ويشت زده کوونکو او په سلوکې له ديارلسو څخه تر پنځلسو پورې لويانو کارولي دي او دښوونځيو په سلوکې څلويښت زده کوونکي په کورونوکې ژوند کوي  په هغو ځايونو کې چې دسګرټو له لوکي  څخه نور کسان زيانمن کيږي .
  يوه بله مطالعه چې په کابل کې شوې ده ښيي چې دپنځلس  کلنو تنکيو ځوانانو او له دې څخه دلوړو ځوانانو ترمنځ دسګرټو کارول  په سلوکې پنځه ديرشو ته  رسيږي
دعامې روغتيا ، کورنيو چارو ، پوهنې او  دماليې دوزارتونو په ګډون دکليدي  وزارتونو داستازو په غړيتوب يوه بين الوزارتي کميټه جوړه شوې ده  چې په افغانستان کې دغيرقانوني محصولاتو دغير قانوني سوداګرۍ دمخنيوي لپاره يوه کاري ستراتيژي  او پروګرام جوړ کړي  .
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان استازي ډاکتر ريک پيپر  کورن وويل تنباکو دروغتيا لپاره يوه جدي موضوع ده په دې دليل چې نيمايي کارونکي يې خپل ځان له منځه وړي ددغو توکو دکارولو له امله  له هرو لسو تنو تنکيو ځوانانو څخه له منځه ځي او دنړۍ په کچه  په کال کې نږدې شپږ مليونه تنه مري .  
دتنباکو غير قانوني سوداګرۍ په روغتيا ژورې  انديښنې تپى  دتنباکو رواجول  دعامې روغتيا لپاره يو ډير سترګواښ دى چې نړۍ هيڅکله هم په دې اندازه ورسره نه ده مخامخه شوې ،. تنباکو کال په کال نږدې شپږ مليونه تنه انسانان له منځه وړي او څه دپاسه شپږ سوه زره  تنه مړينې دهغو کسانو ترمنځ کيږي چې په مستقيمه توګه دخانيات نه کاروي خو د دخانياتو ددويم لاس دکاروونکو له خطر سره مخامخ کيږي .  دخانياتو کارول دبدن نږدې  هر ارګان ته زيان رسوي او دسرطان دزړه او دسالنډي دناروغيو او داميدوارۍ  داختلالاتو  په ګډون دناروغيو سبب کيږي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته